د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان قاضې القضات دمخالفو گوندونو د ملاتړو د خوشى کولو امرکړېدى


د پاکستان قاضى القضات امر کړېدى چې حکومت هغه په سوونو سېاسى کسان خوشى کړي چې تېره اونۍ ېې په هغو مظاهرو کې نېولى وو چې د جنرال پروېز مشرف د بېا انتخابېدو خلاف ېې کړې وې.

حکومت دهغوى دنېولو په برخه کې دا دلېل راوړى دى چې هغوى د دولت موسساتو اوله هغې جملى نه سترې محکمى ته خطر متوجه کاوه.

نن د پنجشنبى په ورځ د سترې محکمى دا امر په داسى وخت کې کېږى چې جنرال مشرف په رسمى ډول د خپلې کاندېدۍ پاڼى ثبت کړې چې دى به د اکتوبر په شپږمه نېټه په انتخاباتو کې گډون کوى.

په عین حال کی په سوونو امنیتی قواو او د بلو ا د مخنېوي پولېسو اسلام آباد ته ټولي غځیدلي لاري بندی کړی دي چی د پلان شوو مظاهرو مخنیوی وکړی.

د هغه د کاندیدۍ پاڼي د صدراعظم شوکت عزیز له خوا د انتخاباتو د کمیسیون دفترته وسپارل شوې . ټاکل شوېده چې انتخابات د اکتوبر په شپږمه وشی.

په سلهاو پولیسان او کوماندو عسکر د انتخاباتو ددفتر او د ستري محکمې په شاوخوا کی اچول شوي دي.

ویل کیږی دا محکمه به ژر په دې باب فیصله وکړی چی جنرال مشرف په داسی حال کی چی د نظامي قواو عمومي قوماندان دی، جمهوري ریاست ته هم ځان کاندیدولای سی که نه.

مخالف مشر ‏(‎ مخدوم امین فهیم ‏)‎ - د پخوانۍ صدراعظمي بینظیر بوتو د پاکستان د پیپلز پارټۍ مرستیال هم - نن د جمهوري ریاست د پاره د خپلي کاندیدۍ پاڼي ترتیب کړي دي.

میرمن بوتو او جنرال مشرف د قدرت د شریکیدو په باب په خبرو اخته وو مگر تراوسه لا کومي نتجې ته نه دي رسیدلي.

د جمهور رئیس مخالفین وایی چی دوی به سوله ایزي مظاهرې وکړی او دا به وڅیړی چی جنرال مشرف نه شی کولای په داسی حال کی چی د ملک د اردو عمومي قوماندان وی، یوه بله پنځه کلنه دوره بیا جمهور رئیس شی.

د ښاغلي مشرف مدافع وکیلان وایی چی که هغه د جموررئیس په توگه بیا انتخاب شی نو د پوځ د عالي قومانداني نه به استعفی وکړی .

XS
SM
MD
LG