اېران هغه درې کسان د خلکو په مخکې اعدام کړل چې د زنا بالجبر په کولو محکوم سوي ول.
پرهغوى باندې دا الزام ثابت سوى و چې له دولس ښځو سره ېې په زور باندى زنا کړېده او اکثره ېې د پوهنتون شاگردانې وې.د اېران مطبوعات وايى چې دا کسان نن په دار وځړول شول.
دغه پېښه د ډېرو زېاتو خلکوپه مخکې د بابل په شمالى ښار کې وشوه.
دعفوې بېن المللى اداره وايي اېران تر اوسه پورې ٢٠٠ کسان په دار ځړولى دى. تېرکال ېې ١٧٧ کسان په دار ځړولى ول.