د لاس رسي وړ اتصالات

ناتو وایی چی په افغانستان کی یې د جگړو گټه بیرته طالبانو ته پاتیږی


په افغانستان کی د ناتو لوړ رتبه قوماندان امریکایی جنرال ډین میک نیل وایی چی په دې کال کی چی ناتو په سختو جگړو کی څه گټلي دي که افغان امنیتي قواوي ونه کړا سی هغه ځمکي وساتي چی د طالبانو نه نیول شوي دي، نو دا گټه به یې عبث سی.

هغه د بی بی سی سره په یوه مرکه کی وویل چی د ناتو قواو په دې روان کال کی یاغی طالبان د هلمند د ولایت د ځینو سیمو نه ایستلي دي مگر هغه وایی چی د افغانستان امنیتي قواوي ددې سیمو په ساتلو کی دومره کامیابي نه دي.

میک نیل وایی چی کیدای سی چی طالبان په څو میاشتو کی بیرته دې سیمو ته را ستانه شی . او د ناتو قواوي به بیا مجبوري وی چی هغوی بیرته پسې واخلی.

د هلمند په ولایت کی چی اپیم تولیدوی زیاتره برتانوي عسکر پراته دي هغوی وایی چی په تیرو شپږو میاشتو کی یې د هلمند د سیند په ناوه کی ډیري ځمکي د طالبانو نه بیرته نیولي دي.

XS
SM
MD
LG