د لاس رسي وړ اتصالات

ېوه ځان وژونکي په شمال لوېدېځ پاکستان کې ١٦کسان له ځان سره ووژل


د پاکستان چارواکي وايي چې نن د دوشنبى په ورځ ېوه نارېنه ځان وژونکى چې چادرى ېې اغوښتى وه په بنو کې ېې ځان په بم والوزاوه او لږ تر لږه شپاړس کسان ېې ووژل.

په وژل شوو کې څلور تنه پولېسان او لږ تر لږه ٢٩ تنه زخمېان شامل دى. پولېس وايي ځان وژونکى په رېکشا کې د پولېسو تاڼى ته ورغى او ځان ېې هغه وخت په بم والوزاوه چې پولېسو غوښتل رېکشا تالاشى کړى.

بنو د پاکستان د شمالى وزېرستان په سېمه کې پروت دى. په دغه سېمه کې د پاکستان پوځ دالقاعده او طالبانو له سر تېرو سره په جگړه بوخت دى.

ددغې سېمى ېاغېانو څو څو ځلې د حکومت پر عسکرو او نو رو کسانو باندى چې دوى ېې دامرېکا له پوځ سره په همکارى تورنوى حملى کړېدى.

XS
SM
MD
LG