د لاس رسي وړ اتصالات

د برما حکومت تر زرو نه زېات راهبان اونور مظآهره چېان توقېف کړېدي


د بشري حقوقو ډلې وايي د برما چارواکېو ددېموکراسى له تشدد نه ډکو مظآهرو په اړه تر زرو نه زېات کسان نېولى دى.

د سېاسى بندېانو سره دمرستې ېوه موسسه وايي تېره اونى لږ تر لږه زر تنه بودايي راهبان او ٣٠٠ نور مظاهر ه چېان تېره اونى نېول شوېدى.

دغه ډله چې په برمه کې د سېاسى زندانېانو دتوقېفونو څارنه کوى وايي چې راهبان ېې په زور باندى له خپلو وظاېفونه بر طر ف کړل.

په هانگ کانگ کې د بشرى حقوقو اسايي اداره وايي د برمانظامى چارواکېو د همدغو مظآهر و په اړه تقرېبا اوه سوه بودايى راهبان او ٥٠٠ نور بې سواده ملکېان نېولى او نامعلومو ځاېونوته ېې بوتلل.

رپوټ وايي راهبان ددغو پراخو مظاهرو په اول خط کې واقع ول. په دغومظاهرو کې د ازادى او دېموکراسى لپاره غوښتنه کېدله.

په برما کې له څو کلونو راهېسى نظامى حکومت چلېږى. تېره اونى د برما د رنگون په ښار کې پر مظاهره چېانو باندى ډزې وشوې.

د رنگون په مظاهر وې کى تقرېبا سل زره کسان راټول شوى ول. حکومت وايي په دغو ډزو کې تقرېبا لس کسان ووژل شول خو عېنى شاهدان او دېپلوماتان وايي چې کېدلى شى د وژل شوو شمېر له دېنه ډېر زېات وى.

د ملگرو ملتونو استاځىابراهېم گمباري په برما کې دى اوکو شش کوى چې د دغه جنجال لپاره د حل سوله ئېزه لاره پېدا کاندى.

ښاغلى گمبارى نن د برما په نوى پاېتخت نا پې ېداو کې دى او هڅه کوى چې د برما له معتبر مشر جنرال تا ن شوې سره ملاقات وکړى.

XS
SM
MD
LG