د لاس رسي وړ اتصالات

گمباري د برما له جنرال تان وې او انگسان سوچى سره ملاقات وکړ


د ملگرو ملتونو استاځى د برما د عالېرتبه نظامى مشر سره نن د سه شنبى په ورځ په دې امېد ملاقات کړېدى چې د برما نظامى حکومت د دېموکراسى د پلوېانو پر ضد سخت اقدامات پاېته ورسوى.

د ملگرو ملتوو خاص استاځى ابراهېم گمبارى نن له جنرال تان شوې سره په نې پېتاو کې چې د برما نوى پاېتخت دى او له رنگون نه ډېر لېرى دى ملاقات وکړ.

ښاغلى گمبارى وروسته له هغه نه چې له جنرال تان شوې سره ېې ملاقات وکړ بېرته رنگون ته ولاړ او هلته ېې له نظربندې انگسان سوچى سره بېا ملاقات وکړ.

په رنگون کې تېره اونى سترې مظاهرى وځبل سوى. له انگ سان سوچى سره له دوېم ملاقات نه وروسته گمبارى له برمانه ووت.

توقع وه چې گمبارى په جنرال تان فشار واچوى چې حکومت ېې د مظاهره چېانو ځبل بند کړى. توقېف شوى خلک خوشى کړى او د ېو ې فعالې دېموکراسى په لور حرکت وکړى.

خو سمدالاسه داخبره معلومه نشوه چې هغه په خپل مجلس کې تر کومې اندازې پورې موفق و.

په عېن حال کې گمبارى جنېوا کې هم خپل هغه مجلس پاېته ورساوه چې د ملگروملتونو د بشرى حقوقو دادارې له خوانه ېې د برما په هکله خاصه غونډه کوله.

اروپايي اتحآد دملگرو ملتونو د بشرى حقوقو په اداره باندى غږ کوى چې د برما له خوانه د سوله ئېزې مظاهرى ځبل سخت وغندى.

پرون د دوشنبی په ورځ په ټوله آسیاکې دبشری حقوقو په لسگونو ډلو دآسیائې حکومتونو نه وغوښتل چې دملگرو ملتونودحقیقت دپیداکیدو دهیآًت او په برماکې دبشری حقوقو دڅارنې دډلې ملاتړوکړی.

د امریکا دبهرنیووزارت وویل، دبرما دگاونډیانو اقدام مهم دی چې ددغه هیواد نظامی مشران مجبورکړی چې دناراضیانو ځپلوته خاتمه ورکړی اوسیاسی اصلاحاتو ته اجازه ورکړی.

د امریکا دحکومت مامورانو د برما د نظامی مشرانو په خلاف دنورو اضافی بندیزونو دلگولو احتمال ردنکړمگر وی ویل، ددوی انتخاب محدود دی .

XS
SM
MD
LG