د لاس رسي وړ اتصالات

یاغیانو درې تښتول شوي پاکستاني عسکر وژلي دي


د طالبانو طرفدارو یاغیانو چی په قبایلي سیمه کی یې څه د پاسه ٢٠٠ پاکستاني عسکر یرغمل نیولي، په هغوی کی یې درې تنه وژلی دي.

نظامي چارواکي وایی چی ددغو درو تنو مړي د صوبه سرحد د ‏جندول په ښارگوټي کی پیدا شوي دي.

یاغیانو پرون گواښ وکړچی که پوځ ددوی په مقابل کی نظامي عملیات بند نه کړی نو په دې عسکرو کی به هره ورځ درې تنه وژني دا عسکر د آگسټ په میاشت کی د جنوبي وزیرستان په قبایلي سیمه کی تښتول شوي وو.

په هغوی کی یې تقریبا ٣٠ تنه په دې وروستیو هفتو کی د قبایلي مشرانو په منځگړ توب خوشي سول.

XS
SM
MD
LG