د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزېره بینظیر بوتو وایی چی دا توقع لری چی نن به د پاکستان د جمهوررئیس پرویز مشرف سره د قدرت د شریکولو په سر یوې موافقې ته ورسیږی.
هغې په لندن کی خبریالانو ته وویل چی ددې د پاکستان پیپلز پارټۍ هیله لری چی نن د پنجشنبې په ورځ به یو فرمان ورورسیږی چی په هغه کی به دې او نورو سیاستمدارانو ته چی د رشوتخوریو تورونه پر لگیدلي دي عفوه اعلان شوې وی.
دا عفوه د میرمن بوتو یوه مهمه غوښتنه وه چی هغې له همدې کبله اته کاله پخوا په خپله ځان تبعید کړ چی محاکمه نه شی.
د مشرف حکومت نن مخکی وویل چی په دې باب چی د پخوانۍ لومړۍ وزېرې مېرمن بېنظېر بهټو سره به د خبرو خنډونه لیری شی، او کومې نتېجى ته به سره ورسېږي خوشبین دی.
د میرمن بوتو د سیاسی گوند غړو پرون گواښ کړی و چی ددې د پاره چی د شنبې په ورځ د جمهوری ریاست انتخابات بې باوره سی، نو په پارلمان کی به د خپلو چوکیو نه استعفی وکړی.
ویل کیږی میرمن بوتو به نن وروسته په دې باب د خپلي رسمی فیصلې اعلان وکړی. د پاکستان جمهور رئېس د ملى پارلېمان او اېالتى شورى گانو له خوانه انتخابېږى د خلکو په مستقېمو راېو باندى نه انتخابېږى.
جنرال مشرف په پارلېمان کې اکثرېت لرى.
په ېو بل خبر کې وېل شوېدى چى د پاکستان سترې محکمى د هغو خلکو په دعوه باندى غور پېل کړېدى چې د جنرال مشرف په بېا انتخابېدو باندې قانونى اعتراض لرى.
جنرال پروېز مشرف لوړه کړېده چې که چېرې دى د جمهورى رېاست انتخابات وگټى دنو د پوځ د اعلى قوماندانى نه به استعفى وکړى.
د سه شنبى په ورځ هغه د استخباراتو ېو پخوانى مشر ونوماوه چې د پوځ د مشرپه حېث دده ځاى ونېسى.