د لاس رسي وړ اتصالات

بش: اېران ته پکار دى چې له خپل ذروي پروگرام نه تېرسي


جمهور رئیس بوش وایی چی که ایران د خپل جنجالي ذروی پروگرام نه تیر سی، نو د خبرو امکانات ورسره نشته.

جمهور رئیس بوش وایی چی که تهران د خپل جنجالي ذروی پروگران نه لاس واخلي نو امریکا ورسره خبرو ته تیاره ده.

هغه پرون د پنسلوانیا په ایالت کی وویل چی د ایران جمهور رئیس محمود احمدي نژاد یو لړ لمسونکي ویناوي کړي دي چی په هغو کی هغه وینا هم شامله وه چی د اسرائیلو تباهي پکى غوښتل شوې ده.

ښاغلي بوش وویل چی دی په دې عقیده دی چی امریکا باید چی خپل متحد هیواد ـ اسرائیل وساتي.

هغه وایی چی امریکا دا څرگنده کړې ده چی د ایران د جمهور رئیس ددې تبصرو سره سره که هغه وغواړی خپل ذروي پروگرام بند کړی نو امریکا به خبري ورسره وکړی.

له بلي خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر منوچهر متکي چی د ملگرو ملتو عمومي اسامبلې ته ورغلی، د غونډي نه د باندی وویل چی ایران به د خپل دې حق نه تیر نه شی چی غواړی ذروي ټیکنالوجي د سوله ایزو اهدافو د پاره استعمال کړی.

خو امریکا په ایران باندی دا تور لگوي چی په همدې پلمه غواړي ذروی وسلې جوړي کړی.

XS
SM
MD
LG