د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې دبم چاودنه شویده چې نهه تنه پکې وژل شویدی


عراقی پولیسان وائې، په بغداد کې دبمونو دری چاودنې شویدی او لږترلږه نهه تنه پکې وژل شوی او لس دولس تنه نور پکې زخمیان شویدی.

د سرک دغاړی د بم په چاودنه کې دری تنه لارویان وژل شویدی، په داسی حال کې چې د امریکا پوځی گزمه دبغداد په جنوب کې د‏(‎دورا‏)‎ په سیمه کې تیریده.

د بم په دوهمه چاودنه کې چې د بغداد په ختیځ کې دعراقی پولیسو گزمې ته نژدی وشوه، دری تنه نور ووژل شول او د بغداد په مرکزکې دریمه چاودنه وشوه چې دری تنه نورپکې ووژل شول.

د امریکا پوځی مقامات وائې، د ائتلاف قواو په موصل کې دری مشکوک یاغیان ووژل.

له بلخوا د عراق د اسلامی دولت په نامه ډلې چې دالقاعدی سره ارتباط لری، ادعاکړیده چې تیره هفته ئې د بغداد په شمال کې دالقاعدی ضد سنی شېخ وژلی و.

د پنجشنبی په ورځ په صلاح الدین کې د سرک دغاړی د بم په چاودنه کې شیخ ماویا جیبارا او دهغه دری محافظین وژل شوی وو.

په عینې وخت کې دعراق لومړى وزېر نوری المالکی ددوو قوی شعیه مشرانو په موافقه خوشحاله شویدی چې د دوی ترمنځ به سیالی او دمیاشتو مېاشتو نښتی او وژل پای ته ورسوی.

XS
SM
MD
LG