د پاکستان پوځ وايي لږ تر لږه ٥٠ عسکرېې نن ددوشنبى په ورځ له هغى نښتى نه وروسته د شمالى وزېرستان په قبېلوى سېمه کې ېې له سرتېرو سره وکړه لادرکه دى.
د ېکشنبى دورځې په جگړو کې چې دافغانستان سرحد ته نېژدې وشوې شپېته تنه قبېلوى سر تېرى او شل تنه عسکر ووژل شول.
د پاکستان د پوځ وېاند تورن جنرال وحېد ارشد ووېل چې امنېتى قواو د طالب پلوه سر تېرو خلاف وروسته له هغه نه د گنشپ هېلېکوپټرونو عملېات پېل کړل چې هغوى د شنبى په ورځ پر ېوه نظامى کاروان باندى دمېر على ښار ته نېژدى ناڅاپى برېد وکړ.
دمېرعلى ښار دافغانستان سرحد ته نېژدى دى. محلى اوسېدونکى وايى چې لږ تر لږه څلور ملکېان په جگړه کې وژل شوېدى خو پوځ دهغوى ادعا تائېد نکړى شوه.
تردې وروسته سرتېرو په هاسو خېلو کې پرېوه کاروان حمله وکړه. دغه ناکرارۍ په داسى حآل کې پېښېږى چې جنرال اشفاق کېانى ته د پوځ د مشر دنوي مرستېال په حېېث د وفادارى سوگند ورکړل شوى.
جنرال کېانى نن ددوشنبى په ورځ خپله نوې وظېفه قبوله کړه. جنرال کېانى به د پوځ د مشر په حېث خپل وظېفه هغه وخت اشغال کړى چې جنرال مشرف دخپلى وعدې سره سم له خپلې وظېفى نه د پوځ د مشر په حېث استعفى وکړى.
جنرال مشرف د جمهورى رېاست د ېوې بلې پنځه کلنى دورې لپاره د شنبى په ورځ انتخابات وگټل.
خو د پاکستان ستره محکمه وايي دى ترهغه وخت پورې د انتخاباتو د گټونکي په حېث نشى تائېد کېدلى ترهغه وخت پورې چې په دې مسله فېصله ونشى چې اېا دى په داسى حال کې چې د پوځ اعلى قوماندان د جمهورى رېاست د چوکۍ لپاره ځان کاندېد کولى شى که نه.