د لاس رسي وړ اتصالات

ېاغي طالبانو برمته المانى انجنېر خوشى کړ


هغه الماني برمته چې طالبانو له څلورو افغانانو سره د جولاى دمېاشتى راهېسى نېولى و خوشى کړى شوېدى. خبري اژانسونه رپوټ ورکوى چې المانى انجنېر او څلورو اړه افغانان نن د چارشنبى په ورځ خوشى شول.

د جغتو داولسوالى ولسوال محمد نعېم ووېل چې د برمته گانو او زندانى طالبانو تبادله نن د چارشنبى په ورځ دوخته وشوه.

د افغانستان ېو شخصى خبرى اژانس پژواک وايى چې خوشى شوي طالبان د برمته کوونکېو خپلوان ول.

المانى چې روډالف بلېخشمېت نومېږي دوردگو په ولاېت کې له ېوه بل المانى سره نېول شوى و. هغه بل المانى په بندېخانه کې ناروغ سو او وروسته بېا ووېشتل شو.

د المان خارجه وزېر فرانک والټر نن د اخبره تصدېق کړه چې المانى انجنېر خوشى شوېدى. هغه ووېل چې دوى خوشاله دى چى داکاروشو.

برمته شوى المانى بلېخشمېت داگست په مېاشت کې په ېوه وېډېو کې راښکاره شواو د خپل خلاصون لپاره ېې خواست وکړ. هغه ووېل چې صحت ېې مخ په خرابېدو روان دى.

برمته کوونکېو طالبانو هغه وخت دالمان له حکومت نه وغوښتل چې خپل عسکر له افغانستان نه وباسى.

د المان عسکر په ناټو کې په گډه د نورو هېوادونو له عسکرو سره عسکر ي خدمت کوى. دالمان حکومت دهغوى غوښتنه رد کړى وه.

XS
SM
MD
LG