د لاس رسي وړ اتصالات

شوکت عزېز وايي د پاکستان پارلېمانى انتخابات به په نوى کال کې وشى


د پاکستان صدراعظم شوکت عزېز واېې چه پارلمانی انتخابات به بل کال د جنورئ په پېل کې شروع شی. نوموړي ووېل چه ېو انتقالی حکومت به جوړ شی چه د انتخاباتو بندو بست وکړی، مگرهغه نور تفصېلات ورنه کړل.

د پاکستان پارلمان تېره هفته جمهور رېس پروېز مشرف د ېوې بلې پنځه کلنى دورې لپاره انتخاب کړ، خو دهغه ټاکل کېدل ډېر جنجالی ؤ ځکه چه د مخالفو گوندونو اکثرېت ېې مشروعېت نه منی او د اعتراض په ډول ېې دپارلمان نه استعفا وې ورکړی.

هغوی ددی سره مخالف ول، چې ښاغلى مشرف دې هم د پوځ لوی درستېز وی او هم دې د جمهورى رېاست لپاره ځان انتخاب کړى.

XS
SM
MD
LG