د لاس رسي وړ اتصالات

اېران او د ملگرو ملتونو ادارې آى اې أي خپلى خبرې پاېته ورسولى


اېران او د ملگرو ملتونو ادارې آى اې أي خپلى درې ورځنى خبرې نن په تهران کې پاېته و رسولى. د اېران د اټومى چارو مرکچى جواد وحېدى دملگرو ملتنو دا ټومى چارو له نړېوالى موسسى سره خبرې قناعت بښونکې بللى دى.

هغه وايي چې ددواړو خواوتر منځ مذاکرات به بله اونى هم دوام وکړى. د دى اونى په مجلس کې د پي ون او پى ټو په سنتر فېوژونو باندى بحث وسو.

اېران د پى ون له سنتر فېوژونو نه استفاده کوى خو د پى ټو په سنټر فېوژونو باندى هم څېړنى کوى. د ملگرو ملتونو دا دارى IAEA له خوانه نماېندگى ددغى ادارى مرستېال اولي هېنن کوى.

اېران او IAEA په دې موافقه وکړه چې تهران به د ډېسېمبر په مېاشت کې دخپل اټومى پروگرام په باب پوښتنو ته ځواب ووايي.

دغه موافقه اېران په دې نه مکلف کوى چې دېوراېنم دغنى کونگ کارونه بند کړى.

XS
SM
MD
LG