په پاکستان کی امنیتی قوی ویلی دی چه دوه طآلب پلوه افراطیان یی چه یو په کی ازبک کی او د افغانستان سرحد ته نژدی یی د ملیشو په یوی پوستی باندی حمله کی وه وژلی دی.
پوځی مامورین وایی دوه نورحمله کوونکی زخمی شویدی، خوتښتیدلی دی.
دا جگړه نن د شمالی وزیرستان په قبایلی سیمه کی د میرعلی ښار ته نژدی شویده. تیره هفته پاکستانی مقاماتو وویل چه په همدی سیمه کی د حکومتی قوی او د طالب پلوه افراطیانو ترمنځ په څلور ورځنی جگړی کی ٢٥٠کسه ووژل شو.