د لاس رسي وړ اتصالات

د ١۴٩٢ کال داکټوبر په دوولسمه کریسټوفر کولومبوس امریکا کشف کړه


د کال ١۴٩٢ د اکټوبر پر دوولسمه ایټالوی پلټونکی کریسټوفر کولومبوس د اطلس په سمندر کی د باهاما ټاپو ولیده او فکر یې وکړ چی د هند ختیځ ته رسېدلی دی.

د ده سره ورسره ملگري په هغه ورځ په دغه ټاپو کی پیاده سول او دغه ټاپو یې د هسپانیې د پاچا فردیناند او دهغه د ملکې ایزابیلا ملکیت وباله چی دده ددغه سفر خرڅ یې برابر کړی او وظیفه یې ورکړې وه چی چین، هند او د اسیا د طلا او مسالو افسانوي ټاپوگانوته د اطلس د سمندر د لاری سفر وکړي او د لوېدیځ له لاری نوې سمندري لاره پیدا کړی.

د اکټوبر د میاشتی په پای کی کولومبوس د کیوبا ټاپو ولیده او فکر یې وکړ چی دا به چین وي اود ډسامبر په میاشت کی یې هیسپانیولا ولیده او فکر یې وکړ چی دا به جاپان وی.

کولومبوس د کال ١۴٩٣ د مارچ په میاشت کی له ځان سره مسالې، طلا او بندیان بوتلل او په هسپانیه کی یې ډېر دروند هرکلی وسو.

کولومبوس په خپل ژوند کی څلور ځله نوي نړۍ ته سفر وکړ او د کارابین ډېر زیات ټاپوگان یې کشف کړل مگر تر پایه پوری یې د لوېدیځ له لاری هند ته لاره پیدا نه کړه.

کولومبوس په کال ١٥٠٦ کی مړ سو او د عمر ترپایه پوری په دې پوه نه سو چی څونه لوی کشف یې کړی دی.

ده د اروپا دپاره نوې نړۍ کشف کړې وه او د دې نوي نړۍ شته منیو په بله پېړۍ کی له هسپانیې څخه د نړۍ د مخ تر ټولو شته من او قوی هیواد جوړ کړ.

XS
SM
MD
LG