د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا پوځ: په افغانستان کې ېې د قرآن کرېم بې حرمتۍ نده کړې


د امرېکا پوځ دا ادعا گانې رد کړېدي چې ددوى عسکرو دېوه چپاو په ترڅ کې دافغانستان په ختېځ ولاېت کونړ کې د شنبى په ورځ قرآن کرېم سوزولى دى.

خو وايي چې دوى به ددغو ادعا گانو په برخه کې تحقېقات وکړى. دغه ادعاگانى په دې سبب وسوې چې کلېوالو شور او غوغا جوړه کړه او د ېکشنبى په ورځ ېې په اسد باد کې د ېوه مجلس په ترڅ کې ووېل چې له دوى نه د ې ددى کار په مقابل کې بښنه وغوښتل شى.

په سوونو کلېوالو دامرېکا دعسکرو خلاف د شنبى په ورځ مظاهرې وکړې، شعارونه ېې ورکول او په کونړکې ېې د څو ساعتونو لپاره لارې کوڅې بندې کړې وې او دموټرو تگ راتگ بند و.

مظاهره چېانو دا ادعا کوله چې دامرېکا عسکرو په ېوه کور باندى د شپې له خوانه چپا و غور ځولى و او په دې ترڅ کې ېې د قران کرېم ېوه نسخه سوزولى وه او درې کسان ېې توقېف کړي ول.

د فرانسى خبرى اژانس د امرېکا په مشرۍ داېتلاف دقواو د نطاق جگړن کرېس بېلچر له قوله لېکى چې دغه چپاو غورځول سوى و خو هغه دغه ادعاگانى چې وايى عسکر و ېې قران کرېم ته بې احترامى کړېده رد کړې.

XS
SM
MD
LG