د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کی مسلمان ځلمی او پیغلی ځنگه خپل ځانته د ژوند مناسب ملگرئ لټوی؟


په امریکایی ژوند کی چی مسلمان یو خوا زیات شمیر سهولتونه او اسانئ لری نو ورسره یو څو اندیښنی هم ورسره مل دی چی دی کی یوه د خپلو بچو دپاره د ژوند ملگری پیدا کول دی.

خو اوس د امریکا په شیکاگو ښار کی مسلمانانو یوه داسی طریقه راویسته ده چی په هغی کی خپله مسلمان ځلمی او پیغلی په عام محضر کی د یو بل سره معرفی کیږی او د هر چا سره یی چی ذهنی یووالئ پیدا شی د هغه سره د ټول ژوند تیرولو په اړه تصمیم نیسی.

د امریکا د اسلامی ټولنی لخوا جوړ شوی دی جالب پروگرام نوم دی ځانته د ژوند ملگرئ په یو ساعتو کی پیدا کړئ.

د مسلمان ځوانانو هلکانو او پیغلو ترمنځ د ارتباط نیولو دی پروگرام کی گډون کونکی پیغله شبانه قریشی وایی: "داسی ترتیب نیول کیږی چی په یو لویی تالار کی پینځه پیغلی د یو میز نه چاپیره کښینی او پینځه ځوانان د بل میز نه راغونډ شوی وی. هر هلک او جلئ په نوبت نوبت د یو شیبو دپاره د یو بل سره مخامخ کیښی او د یوبل سره معرفی کیږی او په دی طریقه ځانته د ژوند مناسب ملگرئ لټوی."

د مجردو مسلمانانو دپاره د واده دپاره د مناسبو رشتو دا پروگرام چی کومو کسانو جوړ کړیدی هغی کی یو هم شمشاد حسین نومیږی دی وایی: "په اسلام کی اجازه نشته چی هلک او جلئ د یو بل سره په ازادئ سره ووینی او وگرځی. او کله چی څوک د خپل مخالف جنس سره وینی نو باید چی یو بل نفر هم هلته حاضر وی."

د مسلمان ځوانانو او پیغلو د څو ساعته دیدن او د ژوند د ملگری د لټون په دی فوق العاده مجلس کی د دوی میندی پلرونه هم حاضر وی.

لکه د مثال په توگه دا یو نفر چی مسرت احمد نومیږی دی وایی: "زه دلته د خپل دیرش کلن مجرد ځویی سره راغلی هغه په طب پوهنتون کی درس وایی او ماته دا غوره معلومه شوه چی د دی په ځایی چی ځویی په غلطو لارو او زمونږ د کلتور خلاف طرېقو باندی ځانته ملگری پیدا کړی. نو ما دا مناسبه وگڼله چی دی په خپلو مسلمانو کی د په خپل طبیعت ځانته ښځه ولټوی."

په امریکایی ټولنه کی ځانته یوه ښه مسلمانه ښځه پیدا کول یا یو ښه مسلمان خاوند موندل دا هری مسلمانئ کورنئ ارمان دی.

دا خبر په دی پروگرام کی گډون کونکی پیغله غاصه مشهور کړیده. هغه زیاتوی "ما دپاره دا ډیره مهمه ده چی یوه داسی مسلمان خاوند ولرم چی عملا مسلمان وی. داسی نفر چی ما سره په اسلامی اصولو ژوند تیر کړی او داسی شخص چی کورنئ یې هم سالمه مسلمانه وی."

د مسلمانو ځوانانو او پیغلو دپاره د ژوند د ملگری د تلاش په دی مجلس کی یوه پیغله انیلا جوهری هم راغلی وه.

هغه وایی: "د امریکا ژوند ډیر مصروف ژونددی. دلته څوک د چا نه خبریږی، او په تیره سم مسلمان ملگری پیدا کول خو ډیر گران کار دی. نو داسی پروگرامونه ډیر مفید ثابتیږی او هر څوک کولی شی خپله ځانته د خپلی طبعی ملگری پیدا کړی."

خو په دی غونډه کی یو مشکل شته چی انسان ته ډیره سخته وی چی د یو څو ساعتو په ملاقات کی ځانته مناسب ملگری پیدا کړی شی.

لکه پیغله غاصه مشهور وایی "دا کار یو څه عجیب معلومیږی، خو دومره فرصت ورکوی چی یو انسان د بل سره خپل خیالات او حالات شریک کړی او د هغی نه پس ورته د فیصلی کولو دپاره ډیر مواد وی چی بیا پری د خپلی طبعی د شخص په ارتباط فیصله وکړی".

په امریکایی ژوند کی د مسلمانانو دپاره د یو مناسب ازدواجی ژوند شروع کولو دپاره دا یوه کامیابه لړئ بلل کیږی چی په نتیجه کی ډیر خلک اوس خوشاله او سوکاله ژوند تیروی.

او هر کال ډیر ځوانان او پیغلی د ژوند د یو ښه ملگری په تکل کی دی غونډی ته راځی او خوشاله ورته ستنیږی.

XS
SM
MD
LG