د لاس رسي وړ اتصالات

د بېنظېر بهټو زښتو زېاتو پلوېانو پاکستان ته په راستنېدو دهغې هرکلى وکړ


نن د پنجشنبى په ورځ د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزېرې بېنظېر بهټوته دهغې زښتو زېاتو پلوېانو اوملاتړو د کراچى په ښار کې هرکلى وواېه.

هغې پاکستان ته په خپل ورتگ سره د اتو کلونو جلاوطنى چې په خپله خوښه ېې په ځان منلى وه پاېته ورسوله.

کله چی میرمن بوتو نن د پنجشنبې په ورځ د کراچي په هوایی میدان کی د الوتکي نه را ښکته شوه، نو سترگي یې د اوښکونه ډکي شوې. هغه له دو­بۍ نه پاکستان ته ولاړه.

هغې هېله څرگنده کړه چې دا به د خپلو خلکو له اسرو او هېلو سره سم کارونه وکړى. هوایی میدان ته د هغې هرکلي ته په سوونو زره خلک ورغلي وو او بیرغونه یې ورته رپول.

د پاکستان د پیپلز پارټۍ چارواکي وایی چی په سلهاو زره خلک د کراچي د ښار د مرکز نه تر هوایی میدان پوری په لیکو ولاړ وو او د هغې د راتگ انتظار یې کاوه.

د کراچۍ ښار په عنعنوي ډول د پاکستان د پېپلز گوند پوخ مورچل گڼل کېږى. مېرمن بهټو په ښار کې دهغې مظاهرې او مارش مشري وکړه چې پلوېانو دهغې ستر تصوېرونه انتقالول او سړکونه ېې په بېروغونو او دهغې په تصوېرونو ښکلي کړي وو.

ټاکل شوې چی دا به وروسته د پاکستان د مؤسس محمد علی جناح مقبرې ته لاړه شی او هلته به خلکو ته وینا وکړی. د پاکستان مقاماتو په کراچي کی چی د پاکستان ترټولو غټ ښار دی په زرها و پولیس او ملیشه عسکر اچولي دي چی امنیت وساتی.

اسلامي تند روانو د هغې د وژلو گواښونه کړي دي. مگر میرمن بوتو ددې گواښونو پروا نه ده کړې او ویلي یې دي چی هیڅ حقیقي مسلمان به په دې باندی حمله ونه کړی

‏«‎ ځکه چی اسلام په ښځو باندی حملې بندوي‏.‏»‎ د پاکستان جمهور رئېس جنرال پروېز مشرف له هغې نه خواهش وکړ چې هېواد ته خپل راستنېدل ترهغه وخت پورې وځنډوى چې ستره محکمه په هغو قانونى ستونزو باندې پرېکړه وکړى چې دده د بېا انتخابېدو په لاره کې موجودې دي.

دپاکستان د حکومت له خوانه مېرمن بهټو پر ضد ټول لگول شوي چې په هغو کې د اداري فساد تورونه شامل دى لېرې کړى شوېدى.

رپوټ وايي دا په قدرت کې د شرېکېدلو لپاره اولنى قدم دى. خو مېرمن بهټو داردوى چې دې له حکومت سره دغه ډول معامله کړېده.

هغې وېلى دى چې دې له جنرال مشرف سره ددېموکراسى د راوستلو لپاره مذاکرات کړېدى. مېرمن بهټو اوس ٥۴ کلنه ده او پخواېې د وه ځلى د پاکستان د لومړي وزارت لپاره پارلېمانى انتخابات گټلى ول.

XS
SM
MD
LG