د لاس رسي وړ اتصالات

بېنظیر بو تو وایی چی دا په دې پوهیده چی ددې د وژلو دسیه به وشی


د پاکستان پخوانۍ صدر اعظمه بېنظیر بوتو وایی چی دا په دې پوهیده چی ددې د وژلو دسیسه کیدونکې ده، مگر زیاته یې کړه چی دا حکومت ددغو دوو چاودنو له کبله چی په کراچي کی یې لږ تر لږه ١٣٣ کسه ووژل نه ملامتوي.

هغې ددغو حملو نه وروسته نن په خپلي لومړنۍ تبصرې کی وویل هغوی چی دا حملې یې وکړې مسلمانان نه دي، ځکه چی مسلمانان هیڅکله پر یوې ښځي او بیگناهم خلکو باندی حملې نه کوی.

هغې د بمونو دغه چاودني په دیموکراسۍ باندی حمله وبلله چی د وسله والو یاغیانو له خوا چی غواړی د اسلام او پاکستان نوم بد کړی شویده.

هغې هوډ وکړ چی ملک ته به د دیموکراسۍ په راوستو کی د خپل گوند مبارزې ته دوام ورکړی. میرمن بوتو دغه راز په دې باب د تحقیقاتو غوښتنه وکه چی کله چی دا کراچي ته را ورسیده او خلک ورته را غونډ شوي وو د ښار په سړکونو کی برښنا وه.

چارواکي وایی چی په دې حملو کی لږ تر لږه ٢٩٠ کسه زخمي شوي هم دي. جمهور رئیس پرویز مشرف دبمونو دغه چاودني وغندلې او هغه یې د دیموکراسۍ په مقابل کی دسیسه او خیانت وباله.

XS
SM
MD
LG