د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د دفاع وزیر د ترکېې د دفاع وزیر سره دعراق د تاو تریخوالی په باره کې ملاقات کوی


د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټز داروپاته دخپل پنځه ورځنی سفر په سرکې اوکرائن ته رسیدلی دی. دی به دی به پدی سفرکې دعراق په شمال کې د ترکېې کردانو تاوتریخوالی، په اروپا کې د دفاعی توغندیو ځای په ځای کولواو په افغانستان کې د ناټو په عملیاتو باندی خبری وکړی.

ښاغلې گیټزنن د یکشنبی په ورځ په کیف کې دخپل ملاقات نه دمخه وویل، دی به پخپل ترکېې انډول باندی فشارراوړی چې داخبره یقنی کړی چې ترکېې عسکر دعراق خواته سرحدنه تیرنشی او دعراق په شمال کې په کردی یاغیانو باندی حملی وکړی.

گمان کیږی چې په دی وروستیو وختو کې کردی یاغیان له سرحد نه تیرشویدی او په لسگونو ترکېې عسکر ئې وژلی دی.

ښاغلې گیټز وویل، دعراق په شمال کې د ترکېې نظامې اقدام به ددغه هیواد ثبات ته تاوان ورسوی. هغه وویل، که خاص استخباراتی معلومات لاس ته راشی نو دامریکا او عراق قواوی به د هغو کردی یاغیانو په خلاف اقدام وکړی چې دترکېې سرحد سره نژدی پټ شویدی.

ښاغلې گیټز د روانې هفتی په اخرکې په هالنډ کې د ناټو ددفاع دوزیرانو په غونډه کې گډون کوی چې دافغانستان دملی اردو او پولیسانو په روزنی باندی چې ناټوئې ورکوی ټینگار وکړی.

هغه وویل، دی له ناټونه غواړی چې په افغانستان کې مخ په زیاتیدونکی تاوتریخوالی سره د مبارزی لپاره داوږدی مودی سټراټیجی غوره کړی.

د دفاع وزیر گیټز پدی هفته کې پراگ ته سفرکوی چې دچک په جمهوریت کې د توغندیو ‍ضد رادارو دځای په ځای کولو باندی ددغه هیواد دمشرانو سره خبری وکړی.

واشنگټن غواړی چې لس توغندی په پولنډ کې ځای په ځای کړی. روسېه د امریکا دپلان سره کلکه مخالفه ده. جمهور رئیس ولادیمیر پوتین وائې، دغه پلان به ختیځه اروپا بی ثباته کړی او دوسلونوی سیالی به منځ ته راوړی.

ښاغلې گیټزبه د جنوب ختیځی اروپا د دفاع دوزیرانودټولنې د غړوسره په راتلونکی وخت کې په افغانستان دخپلی گډې قوی په احتمالی ځای په ځای کولو باندی خبری وکړی.

XS
SM
MD
LG