د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی نن د یکشنبی په ورځ بریتانی ته په یو څلورورځنی رسمی سفر باندی روان شویدی چې پخپل هیواد کې د بیا ودانولو په کوښښونو باندی خبری وکړی.
ښاغلئ کرزی به د خپل سفرپه وخت کې د ملکې ایلزابت، شهزاد ه چارلزاو صدراعظم گورډن برون سره ملاقاتونه وکړی.
دواړه مشران به په سیمه ایزه موضوعاتو او د امنیت په تقویه کولو او د افغانستان په بیا ودانولو باندی خبری وکړی.
په افغانستان کې د بریتانی څه د پاسه اوه زره عسکر دیره دی او په اصل کې د هیواد په جنوب کې دیاغی طالبانو سره په جگړه اخته دی.
د یو دپاسه د دوه زرم کال نه راپدی خوا په افغانستان کې د بریتانی څه د پاسه اتیاتنه عسکر وژل شویدی .