د لاس رسي وړ اتصالات

بن لادن په خپور شوی ټیپ کې له عراقې یاغیانونه غوښتی دی چې متحد شی


په یوریکارډ شوی ټیپ کې چې گمان کیږی د القاعدی د ترورستې شبکې د مشر اسامه بن لادن وی، د عراقی یاغیانونه غوښتل شویدی چې سره متحد شی.

د عربی تلویزیونی شبکی الجزیره پرون ددوشنبی یوټیپ خپورکړچې وائې، دفراری ترورست مشرنوی ثبت شوی خبری دی.

سمدستی ددغه ټیپ صحت ندی تائید شوی. د سیپټمبر په میاشت بن لادن په درو کالو کې دلومړی ځل لپاره په ویډو کې ښکاره شوی و.

هغه له امریکایانونه غوښتی وکه غواړی چې په عراق کې جنگ پای ته ورسیږی نو د ډیموکراسۍ نه لاس واخلی او اسلام ومنی.

گمان کیږی چې بن لادن او دهغه مرستیال ایمن الظواهری دافغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحد کې چیری پټ دی. امریکا ددوی د هریو په سر باندی ٢٥ میلونه ډالرجائزه ایښی ده .

XS
SM
MD
LG