د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا په مشرئ ائتلافی قواو په وردگو ولاېت کې ېو شمېر چرېکان وژلی دی


په افغانستان کې د امرېکا د متحده اېالاتو پوځ اعلان وکړ چه د امرېکا په مشرئ اېتلافی قواو په وردگو ولاېت کې ېو شمېر د شک لاندی وسله وال چرېکان د نښتو په دوران کې وژلی دی.

د امرېکا پوځ ووېل جنگ هغه وخت شروع شو چه اېتلافی قواوې د سه شنبی په ورځ د نرخ په ولسوالئ کې د ېاغېانو د پټو ځاېونو د تالاشئ په غرض ورننوتلی اواېتلافی قواو دوه مشتبع کسان ونېول.

دا جنگ ېوه ورځ وروسته د هغی وشو چه د ېوه محلی قومی مشر د وېنا په اساس د وردگو ولاېت په جلرېز ولسوالئ د ناتو قواو په هواېې بمبارئ کې لا اقل ېوولس ملکی کسان ووژل شول او لس کسان زخمېان شول.

د ناتو په مشرئ په افغانستان کې سولی او امنېت د ساتلو نړېوالو قواو ددی پېښی نه وروسته اعلان وکړ چه د دوشنبی په ورځ په جلرېز ولسوالئ کې د هواېې بمباردمان په دوران کې د ملکی خلکو د وژل کېدو د ادعا په هکله ېې تحقېقات شروع کړی دی.

د ناتو قواو اعلان کړی ؤ چه په جلرېز کې وسله والو جنگېالو په لاره کې د ناتو په عسکرو باندی د حملی لپاره ځان تېاروه چه بمباری پری وشوه.

د ناتود وېنا په شل کسه وسله وال چرېکان په دغه بمبارئ کې وژل شوی دی. د افغانستان په جنوب او مرکزی ولاېتونو کې امرېکاېې قواو او د ناتو عسکر د طالبانو په خلاف جنگېږی، چه په مقابل کې ېې طالبانو هم خپلی انتحاری حملی، د سړو تښتول او د بمونو چاودنی زېات کړی دی.

XS
SM
MD
LG