د لاس رسي وړ اتصالات

په جاپان کی د امرېکا سفېرې د جاپان د حکومت نه وغوښتل چه په افغانستان کې خپلو مرستو ته دوام ورکړی


په جاپان کی د امرېکا سفېر ټامس شېفر نن ېوار بېا د جاپان د حکومت نه وغوښتل چه په افغانستان کې دې د اېتلافی قواو د پخوا په شان خپلو مرستو ته دوام ورکړی.

ښاغلي شېفرن په توکېو کې خبرېالانو ته ووېل، اگر چه په دی باب ټوله فېصله د جاپان په لاس کې ده، خو بېا هم که د جاپان پارلمان ددی مرستو د بندولو فېصله وکړه، نو په نړېواله ټولنه کې به، د هغه په قول، د جاپان په رول او نقش باندی منفی اغېزه وغورځوی.

نوموړي زېاته کړه که جاپان په افغانستان کی د اېتلافی قواو سره خپلی مرستی بنژی کړی نو کېدی شی چه ددی عمل نه به نړېوالې ټولنه او ټرورېستان دواړه ېوه منفی انتباه واخلی.

د سه شنبی په ورځ د جاپان پارلمان په ېوه مخصوصه مسوده باندی بحث شروع کړ چه مقصد ېې، جاپانی قواو ته اجازه ورکول دی چه د هند په سمندر کی د امرېکا په مشرئ اېتلافی قواو ته تېل او نور اکمالات برابر کړی.

په دی باب د پارلمان د موجوده قانون موده بله مېاشت ختمېږی. د جاپان په پارلمان کی مخالف دېموکرات گوند ددی قانو د مودی د اوږدولو سره سخت مخالفت لری او کېدی شی چه منظورېدل ېې وځنډول شی.

په دی باب ېو سخته لانجه هغه وخت راپورته شوه چه معلومه شوه کوم تېل او اکمالات چه باېد په افغانستان کی اېتلافی قواو ته ورسېږی، په عراق کې امرېکاېې قواو ته انتقالېږی..

XS
SM
MD
LG