د لاس رسي وړ اتصالات

هاوېر سولانا د سه شنبی په ورځ ېې په روم کی د اتومی پروگرام لپاره د اېران د نوی استازي سره خبری وکړی


د اروپاېې ېوالی د خارجی چارو رېس هاوېر سولانا واېې چه د سه شنبی په ورځ ېې په روم کی د اتومی پروگرام لپاره د اېران د نوی استازي سره تعمېری خبری وکړی.

د کوم وخت نه چه د اېران حکومت ښاغلی سعېد جلېلی د خپل اتومی پروگرام په باب د مذاکراتو د نوي مسول په توگه وټاکه دا ېې د هاوېر سولانا سره لومړی ملاقات ؤ چه وېې وکړ.

ښاغلی سولانا واېې چه بله مېاشت به هم د اېران د نوي استازی سره بېا وگوری.

د اېران د اتومی چارو لپاره نوي مرکچی د اروپاېې ېوالې د هېت سره خپلی خبری گټوری وبللی او زېاته ېې کړه چه په دی خبرو کی د اېران او د ملگرو ملتونو د اتومی انرژئ د نړېوالې ادارې تر منځ د روانو مذاکراتو په باب هم سلا مشوره وشوه.

نوموړې اداره فعلا په اتومی ساحه کی د اېران د تېرو فعالېتونو په باب پلټنی او تحقېقات کوی. جلېلی ووېل اېران غرب سره د مفاهمی او تفاهم طرفدار دی او غواړی چه ښی اړېکی ورسره ولری.

هغه وعده وکړه چه په دی ارتباط به د خپل پېشرو علی لارېجانی په نقش قدم روان وی. ښاغلي لارېجانی د شنبی په ورځ استعفا ورکړه، خو په پرونېو خبرو کې موجود ؤ.

د اېران هېت نن په روم کی د ایټالېا د صدر اعظم رومانو پرودی او نورو مشرانو سره بېل بېل ملاقاتونه کوی.

XS
SM
MD
LG