د لاس رسي وړ اتصالات

جورج بش: زه باور لرم چې اېران د اټومى وسلو د جوړولو هڅه کوي


جمهور ریس جورج بوش په واشنگټن ډی سی کی په یوه خبری کنفرانس کی وویل دى په دې باور لری چی د اېران حکومت د داسی وسایلو او موادو د پیدا کولو هڅه کوي کوی چی د اټومی وسلو د جوړولو توان پیدا کړی.

ښاغلى بش وايي زه پوهېږم دا د نړۍ په گټه ده چی اېران دغه کارته پرې نه ښودل سی. زه په دې عقیده یم چی که اېران اټومی وسلې درلودلای نو د نړۍ سولی ته به یې جدی خطرمتوجه کړی وای.

په اېران کی اوس داسی یو مشر قدرت ته رسېدلی دي چی هغه اعلان کړی دی چی غواړی اسراییل تباه کړی. نو ما خلکو ته ویلي دي چی که تاسی د دریم نړی وال جنگ د پیل کېدلو د مخنیوی سره علاقه لری نو تاسی باید له دې سره علاقه ولری چی اېران د اټومی وسلو دپاره لازم مهارت او پوهه ترلاسه نه کړی.

متحده ایالات د داسی یوه کوښښ رهبری کوی چی غواړی اېران د اټومی وسلو د جوړولو د پروگرام او ټروریسټی فعالیتونو د پاره د بین المللی مالی منابعو او مرستو د ترلاسه کولو څخه را وگرځوی.

ښاغلي بوش وویل پر دې برسېره به متحده ایالات د اېران د تجریدولو د پاره له نورو هیوادونو سره همکاری کوی. زموږ ستراتیژی دا ده چی یو وخت ښایی د اېران مشران او یا د اېران خلک ددغه تجرید څڅه ستړي سي او وایی چی اټومی وسلې په دونه خواریو نه ارزی او زه وایم د اېران پر حکومت باندی د فشار اچولو دپاره چی هرڅونه کوښښونه کېږی په ارزی.

بوش وویل دا د اېران د خلکو دپاره مهمه ده چی په دې پوه سي چی موږ د هغوی سره هیڅ ډول خصومت نه لری. موږ د اېران د اعمالو څخه ناراض یو، او د اېران خلک هم باید ورڅخه ناراض وی. په اېران کی انفلاسیون ډېر زیات سوی دی او د اېران گوښه کېدل هغه هیواد ته ډېر زیات اقتصادی تاوانونه رسوی.

دا داسی یو هیواد دی چی تر دې یې ډېره ښه اینده درلودلای سوای او د هغه هیواد خلک باید د خپل حکومت څخه دا انتظار ولری چی تر دغه اوسني حالت ډېر سم کار ورته وکړی.

ضمنا د امتیازاتو هغه پېشنهاد چی په کال ٢٠٠٦ کی د امنیت د شورا پنځو دایمی غړو هیوادونو او جرمني د اېرن حکومت ته وړاندی کړ اوس هم اعتبار لری. که تهران د خپلو اټومی فعالیتونو له بندولو سره موافقه وکړي او د اټومی فعالیتونو په برخه کی بین المللی مقرراتو ته غاړه کښېږدی نو د اېران سره به د ملکی اټومی انرژی د استعمالولو په برخه کی او دغه راز نورو ساحو کی مرستی وسی، چی په هغو کی د حمل و نقل، دارو درمل او تجارتی ساحې شاملي دی.

XS
SM
MD
LG