د لاس رسي وړ اتصالات

د هند په ختیځ کې ماوست یاغیانو ‏(‎١٧)‎ تنه وژلی دی


دهند په ختیځ کې پولیسان وائې، نن د شنبی په ورځ لږ تر لږه اوه لس ‏(‎١٧ ‏)‎ تنه په داسی وخت کې ووژل شول چې مشکوکو کمونستانو په یوه کلیواله میله باندی ډزی وکړی او بمونه ئې پکې وچول.

په دغو کسانو کې دایالتی حکومت دیوپخوانی وزیرزوی هم شامل دی. د پولیسو یولوړرتبه ماموروائې، لږ تر لږه دیرشو یاغیانو چې دځانونه ئې عسکر جوړکړی واو په ختیځ ایالت جارکنډ کې ئې دفوټبال میدان محاصره کړ.

دی وائې، یاغیانو چې ښځی هم پکې وی په تماشه چیانو باندی ئې ډزی پیل کړی. پولیسان وائې، دایالتی حکومت د پخوانی وزیر بابولال مراندی زوی انپومراندی په وژل شوو کسانو کې دی.

مقامات وائې، د حمله کونکوپسی لټون روان دی او دایالت ټول سرحدونو ته خبر ورکړل شویدی چې دیاغیانو د تښتیدو مخه ونیسی.

ماوست یاغیان وائې، دهغو کارگرو چې په زرعتی ځمکوکې کارکوی او د نیسمنو کسانو لپاره جنگیږی چې ځمکه او کارورته ورکړل شی.

XS
SM
MD
LG