د لاس رسي وړ اتصالات

ترکېې په اروپائې اتحاد تور لگولی چې کردی ترورستانوته پناه ورکوی


د ترکېې صدراعظم نن د شنبی په ورځ داروپائې اتحاد په غړو ملکونوباندی تور ولگاوه چې یاغی کردان نه بندیانوی اونه ئې په ترکېه باندی سپاری.

صدراعظم رجب طئب اردوان نن دشنبی په ورځ وینا وکړه چې په درست هیواد کې د تلویزن له لارې خپره شوه.

هغه وویل، اروپائې هیوادونه دکردستان دکارگرو دگوند غړی په ترکېه باندی نه سپاری ، سره لدی چې په پی.کی.کی.

باندی د ترورستی ډلې ټاپه لگیدلی ده. ده دکوم هیواد نوم وانه خیست. ترکېه وائې، دغو یاغیانو ته په اروپاکې پناه ورکول کیږی او بسپنه ټولوی.

ترکېې گواښ کړیدی چې که بغداد او واشنگټن ددغو یاغیانو مخه ونه نیسی نو دعراق په شمال کې دپی.کی.کی.

په اډو باندی نظامی حملی کوی. مگر ښاغلې اردوان پرون دجمعی په ورځ وویل، هغه د نومبر په میاشت کې واشنگټن ته سفرکوی اوله هغې نه دمخه د نظامی حملی احتمال نشته دی.

هغه پدی خبره ټینگار وکړ چې ترکېه به دپی.کی.کی. نوری حملی ونه زغلی شی .

XS
SM
MD
LG