د لاس رسي وړ اتصالات

په صوبه سرحد کې افراطیانو دیارلس تنه اعدام کړیدی


د پاکستان پخوانې صدراعظمه بینظیر بهتو دهغه وخت نه راپدی خوا چې دهغې وژلو ناکامه حمله وشوه، دلومړی ځل لپاره دکراچی نه بهر خپل پلرنی کلی ته ولاړه.

نهه ورځی پخوا میرمن بهتو وطن ته دراستنیدو په وخت کې په شوی مارش کې بمونه وچاودیدل چې ١٣٩ تنه پکې ووژل شول.

نن دشنبی په ورځ په زرگونو طرفدارانو ئې چکچکی کولی او بیرغونه ئې رپول، په داسی حال کې چې میرمن بهتو دسند په ولایت کې دلرکانا ښارگوټې ته نژدی دگهری خدابخش په نامه کلی ته په زغره لرونکی موټرکې ورسیده چې دخپل پلار زیارت او دعاورته وکړی.

میرمن بهتو دخپل پلار په قبر باندی گلونه وشیندل او وروسته بیا کښیناستله او دقران شریف تلاوت ئې وکړ. میرمن بهتو له کراچی نه په داسی وخت کې سفروکړچې کلک امنیتی ترتیبات نیول شوی و.

میرمن بهتو د قران شریف دتلاوت او په قبرباندی دگلونو دگیډی دایښودلو نه وروسته وویل، دا غواړی چې خپلو پلویانو ته ووائې، دا ‏خوشحاله ده چې بیرته خپل وطن ته راغله.

میرمن بهتو داهم وویل، دڅو ورځو دشکایت نه وروسته دا اوس قانع شویده چې حکومت دهغې کلک امنیت ساتی.

میرمن بهتو ژمنه وکړه چې سره لدی چې بیرته وطن ته دراستنیدو په وخت کې دهغې دمرگ هڅه وشوه ، هغه غواړی چې په پاکستان کې اووسیږی.

په عینی وخت کې دتیری میاشتی دحملې په باره کې تحقیقات دوام لری . پرو ن دجمعی په ورځ په کراچې پولیسانو ددوهم سړی عکس خپورکړ چې گمان کیږی دهغې دوژلو په توطئه کې ئې لاس لاره.

XS
SM
MD
LG