د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکېې په جنوب ختیځ کې ددغه هیواد دعسکرو او یاغی کردانو ترمنځ نښتی شویدی


د ترکېې مطبوعاتو رپوټ ورکړیدی چې عسکرو پنځلس یاغی کردان دهیواد په ختیځ کې دعملیاتو په وخت کې وژلی دی.

مقامات وائې، دغه جگړه نن دیکشنبی په ورځ د تنجیلی په ولایت کې وشوه. دغه ولایت دعراق د سرحد نه لیری پروت دی چې پدی وروستیو وختو کې پکې نوری نښتی هم شوی وی.

د حکومت د تلفاتو په باره کې سمدستی معلومات لاس ته ندی راغلې. د ترکېې د بهرنیوچارو وزیر وائې، دیاغی کردانو چې دعراق په شمال کې اډې لری، په خلاف جنگ په باب ټولې لاری تر اوسه خلاصی پاتی دی.

د بهرنیو چارو وزیرعلی باباجان گاونډی ایران ته د سفر په وخت کې دا تبصره وکړه. هغه د ایران له هغې مرستی نه مننه وکړه چې د کردستان د کارگرو گوند ‏(‎ پی.کی.کی.‏)‎ په خلاف کړیده او وائې، دترکېې او ایران ددوامدارې همکاری په باب خبری وکړی.

د ایران دبهرنیو چارو وزیر منو چهر موتکی په ایران او اسرائیلو انتقاد وکړچې په سیمه کې دکردانو د ځینوفعالیتونو ملاتړکوی.

انقری گواښ کړیدی چې دعراق په شمال کې د‏(‎پی.کی.کی. ‏)‎ په اډوباندی به حملی وکړی چې دیکشنبی په ورځ ئې ددغه هیواد په جنوب ختیځ کې دیار لس ترکېې عسکر وژلی و.

XS
SM
MD
LG