د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکی د خزانی  وزیر د هند نه غوښتی چی د ملکی اټومی تړون ژر تر ژره پلی کړی


د امریکی د خزانی وزیر هینری پالسن د هند نه غوښتی چی د ملکی اټومی تړون ژر تر ژره پلی کړی. ښاغلی پالسن نن په کلکته کی خبریالانو ته وویل چی دا پریکړه د هند په داخلی سیاسی چارو پوری اړه لری.

ده زیاته کړه چی واشنگټن فکر کوی چی دغه تړون د هند د اقتصادی پرمختگ، د انرژی د امنیت او د چاپیریال د ساتنی لپاره د اهمیت وړ دی.

ښاغلی پالسن د خپل څلور ورځنی سفر په ترڅ کی د کلکتی،مومبی او نوی ډیلی نه کتنه وکړه او د ده د سفر هد ف دا دی چی د هند چارواکی دی ته وهڅوی چی خپل اقتصادی پرمختگ گړندی کړی.

د تیری دوشنبی په ورځ د هند د ایتلاف حاکمو گوندونو د گانگرس حاکم گوند او د هغه د کونستو ملاتړ کونکو ډلوسره د غونډی نه وروسته د اټومی تړون د تطبیقولو کار د یوی میاشتی لپاره وځنډاوه

XS
SM
MD
LG