د لاس رسي وړ اتصالات

د اسراېېلو لومړى وزېر چېن دېته هڅوى چې پر اېران سخت بندېزونه ولگوي


د اسراېېلو د باندېنېو چارو وزېر ددې لپاره چېن ته تللى دى چې دغه هېواد دېته وهڅوى چې پر اېران باندى د سختو بندېزونو د لگولو ملاتړ وکړى.

تېزېپ لېوني د خپل سفر اوله ورځ نن د دوشنبى په ورځ په دې پېل کړه چې د چېن د بهرنېو چارو له وزېر ېانگ ژيچى او له لومړى وزېر وېن ژېا باو سره سره ملاقات وکړى.

لېوني نړېواله ټولنه دېته هڅوى چې مخکى له دېنه چې اېران اټومى وسله جوړه کړى دهغه هېواد پر خلاف سخت اقدامات وکړى.

د اېران اټومى پروگرام له ٢٠٠٥ مېلادى راهېسى په اسراېېلو کې وروسته له هغه نه سخت خطر را پېدا کړېدى چې د اېران جمهور رئېس محمود احمدى نژاد گواښ وکړ چې د اسراېېلو دولت به د نړى د نقشې نه محو کړى.

چېن له اېران نه تېل واردوي او له روسېې سره په دې کې ملگرى شوېدى چې په ملگروملتونو کې د امنېت په شورى کې پراېران باندى دامرېکا د سختو بندېزونو لگولو سره مخالفت وکړى.

اسراېېلو څوڅو ځلى دا خبردارى ورکړېدى چې که د ېپلوماسى ناکامه شى نو اسراېېل داېران د اټومى پروگرام خلاف نظامى اقدامات کولى شى.

له بله پلوه د اردن باچا عبدالله نن د چېن پاېتخت پېکنگ ته ددى لپاره تللى دى چې چېن دېته وهڅوى چې دمنځنى ختېځ د شخړو په اوارولو کې ستره ونډه واخلي.

XS
SM
MD
LG