د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د مرستو رسولو  'څلور دېرش' تنه کارکونکي وژل شوي دی


ملگري ملتونه وایی په روان کال کی په افغانستان کی د مرستو رسولو څلور دېرش تنه کارکونکي وژل شوي دی. په افغانستان کی د ناکراریو د زیاتېدلو له امله د خوراکی موادو د رسولو کارونه له ستونزو سره مخامخ شوي دی او دا هم په داسی حال کی چی ژمی را رسېدونکی دی.

په دې وروستیو کلونو کی په افغانستان کی د ژمي د موسم د سختوالي سره په جنگونو کی هم یو څه کراری راځی.

مگر د مرستو د رسولو کارکونکی وایی په روان کال کی د ناکراریو او جگړو د زیاتېدلو په سبب دوی د میلیونونو محتاجو خلکو سره مرستی نه سي کولای چی هغوى د ژمي د موسم دپاره ځانونه چمتو کړي.

ملگري ملتونه وایی په روان کال کی په افغانستان کی د مرستو د رسولو څه دپاسه څلوردېرش تنه کارکونکي مړه سوي او ٧٦ تنه یې تښتول سوي دی.

د ملگروملتونو نطاق ټام کوینیگز وایی د مرستو پر کارکونکو باندی دغه حملې هغه څلور میلیونه انسانان په خطر کی اچوی چی ددغی موسسې پر مرستو باندی تکیه دي.

دا د ډېری سختی اندېښنی موضوع ده. خلکو ته د مرستو رسول کومه سیاسی مسله نه ده ، بلکه دا یوه بشری موضوع ده او بشری اهمیت لری.

کونیگز په کابل کی د دوشنبې په ورځ په یوه خبری کنفرانس کی توندروانو ته خواست وکړ او هغوی ته یې وویل چی د مرستو روسلو پر کارکونکو باندی حملې د افغانستان تر ټولو نېتسمنو خلکو ته تاوان رسوی.

ده پر دې خبری ټینگار وکړ چی د مرستو رسولو کارکونکي د افغانستان له ټولو خلکو سره کومکونه کوي او په د ېکار کی هیڅ ډول تبعیض نه کوی.

د نړۍ د خوراکی موادو د پروگرام امر ریک کورسینو وایی د مرستو کارکونکي د ژمي د رارېدلو له کبله د لارو او سړکونو د بندېدلو څخه مخکی اوس شپږ هفتې وخت لری.

مگر دی وایی د خوراکی موادو د بین المللی موسسې پر موټرونو باندی د حملو د زیاتوالي له امله اوس پر خپل وخت د موادو رسول ډېره گرانه خبره ده.

ریک کورسینو وایی: "... تېر کال د خوراکی موادو دبین المللی موسسې پر موټرونو باندی یوازي شپږ حملې وسوې. او په روان کال کی، چی تر اوسهپ وری یې لس میاشتی تېری سوي دي ددغی موسسې پر موټرونو باندی دېرش حملې سوي دی."

ریک کورسینو وایی د خوراکی موادو دبین المللی موسسې څخه په روان کال کی تقریبا زر ټنه مواد غلا سوي دی.

دی وایی ددغو تاوانونو سره سره د مرستو کارکونکو دونه مواد ذخیره کړي دي چی د ټول ژمي دپاره بس دی. ستونزه دا ده چی دا مواد هغو خلکو ته، چی ضرورت ورته لری، څرنگه ورسول سی.

دی وایی په ځینو سیمو کی، په تېره بیا په جنوب او لوېدیځ کی، مهمی لاري د موټرونو چلولو دپاره ډېری خطرناکی سوي دی.

په تېرو شپږو هفتو کی د کندهار او هرات ترمنځ لویه لاره باندی د خوراکی موادو د ټولو کاروانونو تگ راتگ بند سوی دی.

XS
SM
MD
LG