د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق کابینې داسې یو قانون تصویب کړی دی چې د جزا ورکولو په مقابل کې د شخصي امنیتي کمپنیو مصئونیت ختموي


د عراق د حکومت ویاند وايي د دې هیواد کابینې داسې یو قانون تصویب کړی دی چې د جزا ورکولو په مقابل کې د شخصي امنیتي کمپنیو مصئونیت ختموي.

ویاند علي الدباغ نن وویل چې دغه قانون په ټولو کمپنیو حتې هغو ته چې د امریکا په مشري د ائتلاف لخوا هم مصئونیت ورکړ شوی وي، تطبیق کیږي.

دی وايي دغه قانون د عراق پارلمان ته د تصویب لپاره وړاندې شوی دی. د امریکا ېو چارواکي وویل د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت لخوا د بلیک واټر کمپنۍ ته مصئونیت ورکول د تیرې میاشتې په ډزو کې د ١٧ عراقیانو د قضیې د تحقیق په لاره کې یو خنډ جوړ کړی دی.

د بلیک واټر امنېتى کمپنى سا تونکي په دې تورن دي چې د سپتمبر په ١٦ مه ېې په بغداد کې ملکي خلک وژلي دي.

د بلیک واټر مسئولین وايي ددوی ساتونکي په قانوني ډول د امریکا په ډپلوماتا نو باندې د حملې د شنډ ولو د هڅې په وخت کې ډزې کړي دي.

ېو بل خبر وايى چې د اېران خارجه وزېر منوچهر متکى به د چارشنبى په ورځ بغداد ته سفر وکړى چې د عراق له چارواکېو سره په خپل منځى اړېکو خبرى وکړى.

XS
SM
MD
LG