د لاس رسي وړ اتصالات

اکثره پاکستانېان د القاعده او طالبانو خلاف دعملېاتو ملاتړ نه کوى


په پاکستان کې د خلکو د نظرېاتو سروې دا ښيي چې خلک د پرویز مشرف لخوا د القاعده اوطالبانو په ضد په وزیرستان او د افغانستان د سرحد سره نېژدى په نورو سیمو کې د عملیاتو ملاتړ نه کوي.

په واشنگتن کې د نړیوال عامه نظر په نامه نظر غوښتنه کې داسې ښودل شوی ده چې په سلو کې اتېا تنه د امریکا او یا د بل هر هیواد لخوا په قبایلي سیمو کې د القاعده په ضد د لټون او عملېاتو سره مخالف دي.

یوازې په سلو کې ۴۴ هغه پاکستانیان چې په ښارونو کې اوسیږي سرحدي علاقو ته د عسکرو د لیږلو ملاتړ کوي چې د القاعدې غړي ونیسي.

په همدې اندازه نور خلک د پوځ لخوا په افغانستان کې د طالبانو تعقیب غواړي.

خو په سلو کې ٣٦ هغه کسان دي چې د هرډول پوځي مداخلې سره مخالفت لرى.

په تیرو څو کلونو کې پاکستان چې د امریکا سره د تروریزم ضد جگړې کې یو مهم متحد هېواد دی، غواړي په سرحدي علاقو کې اسلامي جنگیالي د حکومت تابع کړي.

دغه جنگېالى په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ او ملگري دي.

XS
SM
MD
LG