د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه په ولایت کی افغان او د ناتو قواوي د یاغي طالبانو سره په سختو جگړو اخته دي


افغان چارواکي رپوټ ورکوی چی د فراه په ولایت کی افغان او د ناتو قواوي د یاغي طالبانو سره په سختو جگړو اخته دي.

د سیمي مامورین وایی چی دا جگړې ددوشنبې په ورځ هغه وخت شروع شوې چی یو زیات شمیر یاغیانو د گلستان ولسوالي ونیوله په دغو جگړو کې څو طالبان او دوه افغان پولیسان وژل شوي دي.

مامورین وایی چی د گلستان په ولسوالي کی جگړه نن هم په داسی حال کی روانه وه چی د ناتو په مشري قواو او افغان عسکرو ددې سیمی د بیا نیولو د پاره تعرضی عملیات وکړل.

یاغیانو دغه راز د بکوا ولسوالي هم ونیوله او په سلهاو خلک یې مجبور کړل چی د خپلو کورونو نه ووځی.

له بلي خوا د ننگرهار د ولایت پولیسو ویلي دي چی درې ملکي خلک هغه وخت ووژل سول چی د امریکا په مشري قواو په هغه ځای باندی چی گمان یې کاوه یاغي طالبان په کی اوسیږی حمله وکړه.

په همدى اړه داېتلاف قواوې وايي چې په ننگرهار کې درى کسان او دوه ماشومان پر هغه ودانى باندى په چپاو کې ووژل شول چې گومان کېده ېاغېانوته به ېې د سېب ځاى برابر کړى وي.

د امرېکا اوناټو چارواکى وايي چې ېاغېانو څوڅو ځلى د ملکى خلکو کورونه د سېب د ځاى په توگه استعمال کړېدى او ددى سبب شوېدى چې ملکى خلکو ته تلفات ور واوړي.

XS
SM
MD
LG