د جاپان صدراعظم یاسو فوکودا د هغه ملک د غټ مخالف گوند د مشر سره په خبرو اخته دی چی په افغانستان کی د ننه او د هغه په شاوخوا سیمو کی د تروریزم ضد عملیاتو په باب یوې روغی جوړی ته سره ورسیږی.
د ٢٠٠١ کال را پدې خوا د هند په سمندر کی د جاپان کښتۍ هغو کښتیو ته تیل برابروی چی په افغانستان کی د امریکا په مشري قواو ملاتړ کوی مگر د جاپان د قوانینو په اساس دا ماموریت د پنجشنبې په ورځ ختم شو او د هغه ملک د پارلمان مخالفو وکیلانو د هغه د تمدید مخه نیولې ده.
ښاغلي فوکودا نن د مخالف دیموکراتیک گوند د مشر( ایشیرو اوزاوا) سره وکتل او هغه ویلي دی چی کښتیو ته د تیلو برابرولو ماموریت د ملگرو ملتو احکام نه لری او د جاپان د اساسی قانون په خلاف دی.
د جاپان مطبوعات وایی چی ښاغلي فوکودا د خپل حاکم لیبرال دیموکراتیک گوند او د اوزاوا د گوند تر منځ د ائتلاف غوښتنه کړې ده او غواړی دغه ماموریت ته د حل یوه لاره پیدا کړی .