د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د مخالفو سېاسى گوندونو په سونو کسان نېول شوېدى


د پاکستان حکومت دمخالفو گوندونو په سوونو غړي نېولى دى او وايي چې ملى انتخابات چې د جنورى په مېاشت کې کېدل ښايي د اوسنېو بېړنېو حآلاتو په سبب وځنډېږي.

د پاکستان لومړى وزېر شوکت عزېز نن داخبره په ېوه خبرى کنفرانس کې وکړه او وې وېل چې ددى پارلېمان موده دنومبر په ١٥ –مه نېټه پاېته رسېږى. کېدلى شى چې د حکومت لپاره ېو کال وخت پکاروى چې نوى انتخابات وکړى.

دمخالفېنو په جمله کې چې د نن د ېکشنبى په ورځ نېول شوېدى ېوهم جاوېد هاشمى دى چې د پخوانى لومړى وزېر نواز شرېف دگوند ناېب رئېس دى.

ښاغلى عزېز په خبرى کنفرانس کې ووېل چې په اسلام اباد کې د ۴٥ په شاوخواکې کسان نېول شوېدى او په ټول پاکستان کې ښايي تر پنځوسوو پورې کسان نېول شوى وي.

د شنبى په ورځ د پاکستان جمهوررئېس پروېز مشرف دده هېواد اساسى قانون د لنډمهال لپاره له کاره وغورځاوه. ازادې خپرونې ېې بندې کړې او دهېواد عالېرتبه قاضي ېې له کارنه لېرې کړ.

هغه ووېل چې د اظطرارى حالت اعلانول په دې سبب ضرورى دى چې په هېواد کې داسلامى سر تېرو له خوانه مرگ ژوبله او تشدد زېات شوېدى.

هغه داهم ووېل چې قضايي فېصلى د قانون تعمېلوونکي چارواکى بې زړه کوى. معلوم الحآلته ترورېستان ېې ازاد پرېښىدى او دده هلو ځلو ته چې غواړى دا هېواد ددېموکراسى په لورى روان کړى تاوان پېښوى.

د جنرال مشرف ناقدان وايي اظطرارىحالت ددې لپاره اعلان شوېدى چې سترې محکمى په ېوڅو ورځوکې د جنرال پروېز مشرف د بېا انتخابېدو په قانونېت باندى په ېو څو ورځو کې فېصله کوله.

هغه تېره مېاشت د پاکستان اوسنى پارلېمان د پنځو کلونو لپاره ېو ځل بېا د جمهوررئېس په توگه انتخاب کړى و. د شنبى په ورځ عسکر د سترې محکمى دفتر ته په اسلام اباد کې ورننوتل او قاضى افتخار چوهدرى ېې ونېو.

دهغه په نېولو باندى په ټول هېواد کې مظاهر ى او اعتراضونه شوى ول. دسترې محکمى نور کسان چې ېا توقېف شوېدى او ېا په کورونو کې نظر بند شوېدى په هغوى کې هغه څارنوال هم شامل دى چې د جنرال مشرف خلاف ېې دهغه د بېا انتخابېدو په مقابل کې قانونى دعوه کړې وه.

بل مشهور سړى چې نېول شوې هغه عمران خان دى چې د ېوه کوچنى سېاسى گوند مشر دى خو په نړېواله پېمانه پخوا د کرکټ په لوبه کې مشهور لوبغاړى و.

جنرال مشرف د شنبى په ورځ په سرکارى تلوېزېون کې د بېړني حالت داعلانولو دفاع وکړه.

ېوڅو ساعته وروسته امنېتى قواو د حکومت د ودانېو شاوخو ا مهم سړکونه بند کړل او په مطبوعاتو باندى ېې ډېر سخت بندېزونه ولگول.

XS
SM
MD
LG