د لاس رسي وړ اتصالات

بهټو: عاجل حالات ددى لپاره جوړ شوېدى چې هغه پارلېمانى انتخابات وځنډول شى چې په راتلونکى کال کې کېدل


د پاکستان پخوانى لومړى وزېرې بېنظېر بهټود جنرال مشرف له پلوه د شنبى په ورځ په پاکستان کې د عاجلو حالاتو نا فذول محکوم کړېدى او وېلى ېې دى چې د ا د سترى دېکتاتورۍ او ټولواکۍ په لورېو بل قدم دى.

مېرمن بهټو د بېړنېو حآلاتو اعلان مارشل لا ېا د نظامى حکومت اعلان وباله ځکه چې جنرال مشرف د پوځ د مشر په حېث ددغه راز حالت اعلان وکړ.

هغې لوړه وکړه چې ددې گوند به دا حالت قبول نکړى. هغې ووېل د اظطرارى حالت خلاف به مظاهرى او اعتراضونه وکړى.

مېرمن بهټو ووېل چې دا په دې هم عقېده لرى چې عاجل حالات ددى لپاره جوړ شوېدى چې هغه پارلېمانى انتخابات وځنډول شى چې په راتلونکى کال کې کېدل.

هغې ووېل دا پلان لرى چې له نورو سېاسى مشرانو سره ملاقات وکړى چې په داسى ستر اتېژى باندى ورسره خبرى وکړى چې د جنرال مشرف دا امر چې اساسى قانون ېې ځنډولى دى بېرته فسخ سى.

XS
SM
MD
LG