د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په شمال کې ېوه ځان مرگي دولسي جرگې پرغړو برېد کړېدى


افغان چارواکى وايي ېوه ځان وژونکي دافغانستان په شمال کې د ولسى جرگې پرهغه هېئت باندى برېد کړېدى چې هلته د لېدنو او کتنو لپاره تللي ول.

په دغه ځان مرگي برېد کې شل تنه وژل شوېدى او نور زېات شمېر کسان زخمى شوېدى. رپوټ وايي چې د ځان وژنى د برېد په قربانېانو کې پنځه تنه د ولسى جرگى غړى هم شامل دى.

په مړو کې د تجارت اوسوداگرى پخوانى وزېر مصطفى کاظمى او دولسى جرگې غړى هم شامل دى. له هغه وخت راهېسى چې دامرېکا په مشرى اېتلاف له خوانه په افغانستان کې د طالبانو رژېم نسکو ر شوېدى سږکال په افغانستان کې تر ټولو تېرو کلونو خونړى کال گڼل کېږى.

د طالبانو رژېم په ٢٠٠١ مېلادى کال کې له قدرت نه وغورځول سو. طالبانو دافغانستان په ختېځ او جنوب کې پاخه مورچلونه جوړ کړېدى او له هماغو سېمونه دامرېکا پر قواوباندى ناڅاپى برېدونه، ځان وژونکې حملى او د سړک دغاړى چاودنى کوي.

XS
SM
MD
LG