د لاس رسي وړ اتصالات

تاریخ: د هټلر د وژلو دسېسه وه که له برتانېې سره د جنگ کولو پلمه


د کال ١٩٣٩ د نوامبر پر اتمه نېټه کله چی هیټلر خپله وینا پای ته ورسوله، د بمب د یوه چاودنه وسوه مگر هیټلر ته یې تاوان ونه رساوه.

په هغه ورځ د هیټلرد وینا د ختمېدلو څخه صرف دوولس دقیقې وروسته، چی هیټلر د نازیانو د یوه مهم مشر سره د صالون څخه ووت د بمب چاودنه وسوه، اوه تنه یې ووژل او ٦٣ یې زخمیان کړل.

د نازیانو رسمی ورځپاڼی د پېښی په سبا ددغی چادونی پړه د برټانیې پر جاسوسانو واچوله او حتی وې ویل چی صدراعظم نیویل چمبرلین پخپله په دغه چاودنه کی لاس درلود.

نازیانو دغه پروپاگنډه د دې دپاره کوله چی د برټانیې پر ضد دخلکو نفرت را وپاروی او خلک د هغه هیواد سره جنگ ته تیار کړی.

مگر د نازی گوند مشران په د ې ښه پوهېدل چی دا په جرمني کی دننه د نازیانو ضد کسانو او ډلو کار وو.

د جرمني د خفیه پولیسو ریس هینریش هیملر خپل یو عالی رتبه مامور په بدل نامه هالینډ ته واستاوه او هغه په هالینډ کی د برټانیې د خفیه پولیسو دوه مامورین برمته کړل او جرمني ته یې را وستل او په جرمني کی یې اعلان وکړ چی دغو دوو تنو په جرمنی کی د یوه کمونیسټ په مرسته د هیټلرد وژلو دسیسه کړې وه.

XS
SM
MD
LG