د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان سېاسى گوندونه غواړى چې اضطرارى حالت پاېته ورسېږي


د پاکستان مخالفو سېاسى گوندونو پر جنرال پروېز مشرف باندى غږ کړېدې چې اضطرارى حالت پاېته ورسوى. هغوى وايي چې راتلونکى پارلېمانى انتخابات به بې معنى او بې مفهومه وى که چېرې په داسى وخت کې وشى چې د اضطرارى حالت قوانېن نافذ وى.

د پاکستان پخوانى لومړۍ وزېرې بېنظېر بهټو پرون د ېکشنبى په ورځ ووېل چې د اضطرارى حالت قوانېن به انتخابى مبارزه گرانه کړى.

بېنظېر بهټو اوس په لاهور کې ده او دا نېت لرى چې د سه شنبى په ورځ د اضطرارى حالت خلاف مظاهره وکړى.

د امرېکا خارجه وزېرې کانډو لېزا راېس د (ABC) له تلوېزېون سره په ېوه مرکه کې د ېکشنبى په ورځ د جنرال مشرف ددې خبرى هرکلى وکړ چې د پاکستان پارلېمانى انتخابات به د راتلونکى کال د جنورى په نهمه نېټه ترسره شى او دا چې دى ارزو لرى چې د پوځ له مشرى نه به استعفى وکړى.

کانډو لېزا راېس ووېل دا هغه اساسى اقدامات دى چې پاکستان بېرته د دېموکراسى په لاره روانولى شى. هغې ووېل چې د اضطرارى حآلت پاېته رسول هم ددېموکراسى په راوستلو کې همدومره اهمېت لرى.

هغې ووېل چې اوسنى حالت په پاکستان کې مطلوب حالت ندى. خو امرېکا به له دغه هېواد سره د ېو دوست او انډېوال هېواد په حېث خپل ملاتړ ته دوام ورکړى.

جنرال مشرف د ېکشنبى په ورځ اعلان وکړ چې ملى او صوبايي اسمبلي گانى به په راتلونکېو څو ورځو کې منحل کړى چې د جنورى د مېاشتى انتخاباتو ته ځانونه چمتو کاندى.

خو هغه ووېل چې اضطرارى حالت به ترهماغه وخت پورې ادامه ولرى چې داخبره ېقېنى کړى چې انتخابات به ازاد او منصفانه وي.

XS
SM
MD
LG