د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقوقو موسسه ناټو دېته هڅوى چې توقېف شوي کسان د افغانستان امنېتى قواو ته ونه سپاري


د بشري حقوقو ېوه نړېواله موسسه ناټو دېته هڅوى چې توقېف شوي کسان د افغانستان امنېتى قواو ته ونه سپاري ځکه چې داسى رپوټونه شته دى چې هغوى خپل بندېان کړوي.

د عفوې نړېواله موسسه وايي دا چې دناټو په مشرى د سولى نړېواله قوه په افغانستان کې توقېف شوي کسان دا فغانستان امنېتى قواو ته سپارى ددى سبب کېدلى شى چې له هغوى سره بدسلوکي او په حقوقو ېې تېرې وشى.

د اېساف دسولى قوه افغانى توقېفېان د افغانستان د ملى امنېتى ادارى ته ورسپارلى دى. د بشرى حقوقو ډلې وايي اېساف دې په موقتى ډول ترهغه وخت پورې افغان چارواکېو ته د بندېانو سپارل تر هغه وخت پورې بند کړى چې هغوى مناسب امنېتى او حفاظتى اقدامات و کړى.

د بشرى حقوقو اداره وايي چې کېدلى شى چې په اېساف کې د ناروې، بلجېم، برتانېې او کاناډا قواوې د بندېانو په سپارلو سره له هغه تړون سرغړاوى کوى چې د افغانستان له حکومت سره ېې د بندېانو د تبادلې او څارنى په برخه کې لاسلېک کړېدى.

د عفوې نړېواله موسسه وايي چې په دغه موافقه لېک کې دبندېانو د خوندى توب لپاره په کافې اندازه شراېط ندى برابر شوى.

XS
SM
MD
LG