د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق د ولسى جرگى ېو غړى وايي پارلېمان دې منحل شي


د عراق د تند لاري او شېعه ملا مقتدا الصدر ېوه نېژدې انډېوال غږ کړېدى چې دعراق پارلېمان دې منحل شى او نوي پارلېمانى انتخابات دې وشى.

د مقتدا الصدر د ډلې د ولسې جرگې ېوه معتبر غړى بها الاراجى نن د سه شنبى په ورځ ووېل چې پارلېمان دعراق د خلکو په اوږ ېو بار دى.

هغه ووېل چې د انتخاباتو په قانو ن کې دې اصلاحآت او بدلون راشى. هغه داهم ووېل چې د ې په دې برخه کې خپله شخصى نظرېه څرگندوى د خپلې ډلى او گوند د نظر نماېندگى نه کوى.

د تشدد د پېښو په لړ کې عراقي چارواکي وايي نن د سه شنبى په ورځ ددې هیواد په شمال کې د پوځ یو افسر وژل شوی دی. پولیس وايي د پولېس دغه منصبدار د کرکوک په شمال کې د خپلې کورنۍ سره په یوه موټر کې سپور ؤ چې یاغیانو پرې ډزې وکړې، دې یې وواژه او ښځه یې ټپي کړه.

د چارواکو په خبره د کرکوک په نورو برخو کې، د سړک د غاړې د یوه بمب په چاودنه کې چې د پولیسو د یوه کتار باندې وشوله، درې پولیسان ټپیان شوي دي.

په نورو خبرونو کې راغلي دي چې د امریکا پوځ وايي د راکټونو او هاوانونو ډزې په تیرو ٢١ میاشتو پرتله ډیرې کمې شوي دي.

پوځ ددغه کموالي دلیل د وسلو په نیولو، سیمه ایزه مصالحې او د راکت لانچرونو تخریب پورې گڼي.

XS
SM
MD
LG