د لاس رسي وړ اتصالات

پولېسو عمران خان په داسې وخت کې ونېو چې دمظاهرې مشري ېې کوله


د پاکستان پولېسو نن د حکومت مخالف سېاست دان عمران خان په داسی حال کې ونېوه چه د ېوه پټ ځای نه راوته او غوښتل ېې چه د اضطراری حالت د اعلانولو په خلاف د محصلېنو په ېوه مظاهره کی برخه واخلی.

پولېس واېې چه د رارسېدلو سره سم عمران خان ته د هغه د نېولو آحکام وښودل شول.

عمران خان د پټېدو له ځاى نه راووت چې په لاهور کې په ېوه مظاهره کې گډون وکړى.

دهغه له رارسېدونه لږه شېبه وروسته گډوډي پېل شوه او هغه سخت درېځه شاگردان چې دهغه له معتدلو نظرېاتو سره مخالف دى، هغوى ونېواو پولېسو ته ېې په لاس ورکړ.

عمران د ېوه واړه سېاسی گوند مشر دی او کله چه دوه هفتی مخکی اضطراری حالت اعلان شو نو ځان ېې پټ کړ.ښاغلي مشرف لا تراوسه پوری دا خبره نه ده کړی چه کله به اوسنی حالت ختم کړی.

په عېن وخت کې د پاکستان پخوانئ صدراعظمه مېرمن بېنظېر بوټو چه اوس په لاهور کې په خپل کور کی نظر بنده ده، د جنرال مشرف له خوا د انتخاباتو اعلان دوکه او چل بللی دی، ځکه چه د خپل اعلان سره ېې ېو ځای دا خبره نده کړی چه اضطراری حالت به کله ختموی.

په هغه مقاله کې چه بېنظېر بوټو په واشنگټن پوست ورځپاڼه کې نن لېکلی ده، هغې د پاکستان د نظامی مشر له خوا د انتخاباتو پلان، په پخواني شوروی اتحاد کې د پارلمانی انتخاباتو سره مشابهه کړل او واېې چه د پاکستان اولس په دی ښه پوهېږی چه د مارشالا تر سېوری لاندی انتخابات به فقط ېو نقلی او جعلی عمل وی.

په عېن حال کې جنرال پروېز مشرف نن د چارشنبى په ورځ په سرکارى تلوېزېون کې له خپلې دې فېصلى نه د فاع وکړه چې پارلېمانى انتخابات به د اضطرارى حالت اوقوانېنو په موجودېت کې وکړى.

هغه ووېل دا ضرورده چې انتخابات ازاد اومنصفانه وى.

XS
SM
MD
LG