د لاس رسي وړ اتصالات

افغان اوائتلاف قواو٢٥ یاغی طالبان وژلی دی


افغان پولیسان وائې، یاغی طالبانودهیواد په جنوب کې دافغان اوخارجې قواو سره نښته کړیده چې ٢٥ تنه یاغی طالبان او ٦ دپولیسو صاحب منصبان پکې وژل شویدی . نن دجمعی په ورځ دپولیسو څلور صاحب منصبان هغه ووژل شول چې ددوی موټر دکندهار په ولایت کې دسرک دغاړی په بم وخوت. دپنجشنبی په ورځ دارزگان په ولایت کې دامنیتی قواوسره په جگړه کې شل تنه یاغی طالبان وژل شوی وو. په دغه نښته کې دپولیسو دوه صاحب منصبان هم وژل شوی وو. په نژدی ولسوالې کې پنځه تنه یاغی طالبان هم وژل شوی وو. همدغه رازامنیتی قواوی وائې، یوځانمرگی دافغانستان په لوید یځ کې دبین المللی عسکرو دکتارسره نژدی ځان والوزاوه چې پخپله دی پکې وژل شوی او نور ځانی تلفات ئې ندی اړولی . پدی روان کال کې په افغانستان کې دیاغیانوپوری په مربوط تاوتریخوالی کې تراوسه پوری شپږپنځوس سوه تنه وژل شویدی .

XS
SM
MD
LG