د لاس رسي وړ اتصالات

داوسې په نامه ډله نه غواړی چې دروسېې دپارلمانی انتخاباتو څارنه وکړی


په اروپا کې دانتخاباتو دڅارنې ترټولولوی ډله اوسې اعلان وکړ چې دخپل هغه پلان نه تیره شویده چې غوښتل په روسېه کې دډیسمبر ددوهمی نیټې دپارلمانی انتخاباتو څارنه وکړی . داروپا دامنیت او همکارې دټولنې دانتخاباتو دڅارنې څانگې نن دجمعی په ورځ په روسېه کې دپارلمانې انتخاباتو دڅارنې پروگرام پدی سبب فسخه کړ چې روسېه پدی برخه ځنډراولی او قیودات لگوی . دغې ډلې وویل،د روسېې مقامات هغو څارونکو ته ویزه نه ورکوی چې دغه ډله غواړی روسېې ته ئې واستوی . اوسی دروانې میاشتی په سرکې وروسته له هغې چې د روسېې له حکومت نه ورته بلن لیک راورسید چې اویا تنه څارونکی راوستوی، اعلان وکړچې دا به څارونکی روسې ته واستوی . دروسېې حکومت داکټوبر دمیاشتی په اخرکې دڅارونکو لپاره د بلن لیکونو په لیږلو پیل وکړخو پدی روان کال کې ئې دڅارونکو په شمیر باندی ‏محدودیت ولگاوه . په دوه زره دریم کال کې اوسې څه دپاسه ۴٠٠ څارونکی روسېې ته استولی و. ددغې ډلې څارونکو وویل، ددوه زره دریم کال انتخابات په بین المللی معیارونو برابرنه و.

XS
SM
MD
LG