د لاس رسي وړ اتصالات

د شمال ختېځ پاکستان په فرقه ېي نښتو کې ېو شپېته تنه وژل شوېدى


د پاکستان چارواکى وايي په شمال لویدیځ پاکستان کې په فرقه ئې نښتو کې د مرگ شمېر ېوشپېتو تنو ته رسېدلى دى او دزخمېانو شېمر سلو ته رسېدلى دى.

پاکستانی ماموران وائې، په شمال لوید یځ پاکستان کې دسنیانو او شعیه گانو ترمنځ د جمعې په ورځ په فرقه ئې نښتو کې لږترلږه ېو شپېته تنه ووژل شول او څه دپاسه سل تنه نور زخمیان شول.

نښتې هغه وخت پېل شوې چې نامعلومو ټوپک والاو په پاړه چنار کې چې د کرم اېجنسۍ په قباېلې علاقه کې ستر ښار دى ډزې وکړې.

پاړه چېنار د افغانستان سرحد ته نېژد ى پروت دى. چارواکي وايى چې د سنېانو او شېعه گانو د رقېبو ډلو تر منځ له هماغه وخت راهېسى جگړې روانى دى. چارواکېو په دغه سیمه کې دنامعلوم وخت لپاره په گرځیدو راگرځیدوباندی بندیزلگولی دی.

د پاکستان نظامی مقامات وائې، عسکرئې ددی لپاره تیاری نیسی چې دشمال لویدیځ دسوات په ناوه کې پراخه عملیات پیل کړی څو دغه سیمه له افراطیانونه پاکه کړی چې دافغانستان سره د سرحدی سیمونه ورته راغلی دی.

د عملیاتو مشر تورن جنرال احمد شجاع پاشا نن دشنبی په ورځ دپوځ په مرکز راولپینډې کې خبریالانوته وویل، دسرسختو خارجی جنگیالیانو په شمول په سلگونو په وسلوسمبال افراطیان له گاونډې وزیرستان او افغانستان نه دافراطی مولانا فضل اله دمرستی لپاره دغې سیمی ته ورغلی دی.

دغه جنرال وویل، دپولیسو عملیاتو په سیمه کې ددغو افراطیانو مخه ونه نیوله او دی هیله لری چې دبلی میاشتی تراخره پوری به دغه سیمه دافراطیانو نه پاکه او دسیلانیانو لپاره تیاره وی.

پرون دجمعی په ورځ پوځیانو وویل، په وروستیو نښتو کې چې دهفتی په سر کې پیل شوی څه دپاسه سل تنه افراطیان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG