د لاس رسي وړ اتصالات

هغه وخت چې انورالسادات اسرائېلوته ولاړ


د کال ١٩٧٧ د نوامبر پر نولسمه د مصر جمهوریس انورالسادات یو بې سابقې کار وکړ. بیت المقدس ته ولاړ او له اسراییلو سره یې د دایمی سولي د ټینگولو په منظور خبری پیل کړې.

د اسراییلو له صدراعظم مینیاخیم بیگین سره د انورالسادات کتني او د اسراییلو په پارلمان کی د هغه وینا عربی نړۍ ډېره په قار کړه.

سره له هغه چی د مصر سیمه ایزو متحدینو پر هغه هیواد باندی ډېر زیات انتقادونه وکړل، سادات د اسراییلو له صدراعظم مینیاخیم بیگین سره تماسونو ته دوام ورکړ. او په کال ١٩٧٨ کی دواړو مشرانو یو ځل بیا په متحده ایالاتو کی سره وکتل اود مېری لینډ د ایالت په کېمپ ډېویډ کی یې، چی جمهور ریس جیمی کارټر هم حاضر وو، د سولی تاریخی موافقه لاسلیک کړه.

د کېکپ ډېویډ موافقې د اسراییلو او مصر ترمنځ، د دریو لسیزو دښمنیو څخه وروسته، د دایمی سولي د ټینگېدلو دپاره اساس کښېښود.

مصر او اسراییلو د سولی وروستی موافقه په کال ١٩٧٩ کی لاسیلک کړه.

سادات او بېگین په کال ١٩٧٨ کی د نوبل د سولی جایزه ترلاسه کړه، خو د سادات د سولی کوښښونه په عربی نړۍ کی چا ونه ستایل او د کال ١٩٨١ د اکټوبر پر شپږمه په قاهره کی افراطی مسلمانانو وویشتی او وې واژه.

XS
SM
MD
LG